پاکستان وايي چې د افغانستان په سوله کې له امریکا سره ګډ کار کوي. له هغه وروسته چې د امریکا نوې ادارې وویل، له پاکستان سره د افغانستان د سولې په برخه کې ګډ کار کوي، پاکستان وايي، په دې برخه کې یې ډېرې هڅې کړي او لا زیاتې مرستې ته تیار دی. په همدې حال کې د افغانستان حکومت له پاکستان څخه غوښتي چې طالبان اوربند او له نورو ترهګرو ډلو سره د اړیکو پرې کولو ته وهڅوي.
پاکستان د افغانستان د سولې د روانې پروسې مهم او اساسي لوبغاړی دی. پاکستان په دې پروسه کې له امریکا سره ډېره مرسته کړې او لا یې هم کوي. په تېرو کلونو کې چې په افغانستان کې د امریکا تګلاره جګړه وه او غوښتل یې د جګړې له لارې خپلې موخې تعقیب کړي، نو پاکستان ورسره د جګړې په غځولو او ګرمولو کې مرسته کوله، خو چې کله د امریکا تګلاره سوله شوه، نو بیا یې په سوله کې هم ورسره مرسته وکړه. پاکستان دا هر څه له امریکا سره د معاملې له مخې کول. له یوه اړخه یې په دې کار سره د امریکا مرستې تر لاسه کولې او له بله اړخه یې په افغانستان کې خپلې ګټې هم لټولې. که د امریکا تګلاره جګړه وه، نو پاکستان هم خپلې موخې د جګړې له لارې تعقیبولې او چې اوس یې تګلاره سولې ته اوښتې، نو له دې لارې خپلې موخې تر لاسه کول غواړي. پاکستان له امریکا سره د ټکر پر ځای تل دا غوره ګڼلې چې ورسره دوستي وکړي او خپلې ګټې د امریکا د ګټو په سیوري کې ولټوي. اوس هم چې پاکستان وايي، په سوله که یې مرسته کړې او کوي یې، دا کار یوازې د خپلو ګټو د خوندیتوب لپاره کوي. امریکا هم درک کوي چې پاکستان یې په سیمه او افغانستان کې ګټې خوندي کوي، نو ځکه ورسره معامله کوي.
اوس دا چې افغانستان له پاکستانه ځیني غوښتنې لري، نو پاکستان ولې باید هغه عملي کړي؟
که خبره د ښه ګاونډیتوب او یا نورو ارزښتونو وي، پاکستان باید دا کار وکړي، خو اوس خو سیاستونه پر ارزښتونو نه، بلکې پر ګټو ولاړ دي، نو پاکستان ولې داسې کار وکړي چې په هغو که یې ګټې معلومې او خوندي نه وي!؟ د افغانستان حکومت چې له پاکستان اوس هم غواړي چې طالبان اوربند ته وهڅوي او یا یې هم له ترهګرو سره د اړیکو پرې کولو ته اړ کړي، دا یوه داسې غوښتنه ده چې پاکستان به یې هېڅکله ونه مني. د افغانستان د حکومت ستونزه دا ده چې په لوبه کې د ور ګډېدو پر ځای نور داسې کارونه کوي، چې هغه زموږ هېڅ ستونزه نه شي حل کولی. افغان چارواکي باید درک کړي چې امریکا په افغانستان کې نوره جګړه نه کوي او غواړي یو بدلون راولي. پاکستان هېڅ داسې څه نه کوي چې ګټه یې پکې نه وي. اوس د دې پر ځای چې د دغه بدلون پر وړاندې د درېدو کمزورې او بې پایلې هڅې وشي، ښه ده چې حکومتي چارواکي له دې چانس استفاده وکړي او د افغانستان د سولې او امن لپاره ترې ګټه واخلي. له دې پرته امریکايي تګلاره عملي کېدونکې ده او افغانستان بیا یوې بلې بدبختۍ ته روان دی.