د هندوستان مشهورې ویب پاڼې کریک ټریکر، د ځوان افغان ویکټ ساتوونکي توپ وهوونکي رحمان الله ګربز په اړه لیکلي چې په راتلوونکي ای پي ایل کې د راجستان رویالز لوبډلې لپاره یو غوره انتخاب دی، چې په راتلوونکي پړاو کې یې د ډرافټ مراسمو کې واخلي. دوی زیاته کړې چې راجستان لوبډله په تېرو څو پړاوونو کې د یو پیاوړي چټک توپ وهوونکي له نشتون سره مخ وه. دوی وایي چې راجستان لوبډله په راتلوونکي پړاو کې سټیو سمیت نور له ځان سره نه ساتي او د دوی لپاره له رحمان الله ګربز څخه بل غوره انتخاب نشته؛ نو ډیر امکان شته چې رحمان الله ګربز به راجستان لوبډله واخلي. رحمان الله ګربز چې تازه په کورني کرکټ او په ځېنو نورو تجارتي لیګونو کې ښه ځلېدلی دی، څو ورځې وړاندې یې په خپله لومړۍ نړیواله یو ورځنۍ لوبه کې د ایرلنډ لوبډلې خلاف د ۱۲۷ منډو په جوړولو سره، د ډیرو کرکټ مینوالو پام ځانته را اړولی دی.