د راپورونو له مخې لس ورځې وړاندې تایید شوه چې بوریس جانسون په کرونا اخته شوی دی او اوس نوموړي ته نږدې کسان وایي چې روغتیايي وضعیت یې نور هم خراب شوی او د ډاکټرانو په سپارښتنه روغتون ته لېږدول شوی دی. هغه اوس هم د برېتانیا لومړی وزیر دی خو ټاکل شوې چې د وزیرانو راتلونکې غونډه د بهرنیو چارو د وزیر په مشرۍ ترسره شي. په برېتانیا کې ګڼ لوړپوړي چارواکي په کرونا ویروس اخته شوي دي، چې له دې ډلې ددغه هېواد شاهزاده، د روغتیا وزارت مرستیاله او نور لا هم بستري دي.