د امريکا ځانګړې پلټونکې ادارې يا سيګار ویلي چې د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر څخه د VIP پروازونو له لارې نغدې پیسې ایستل کېږي. سيګار په دې اړه د اندېښنې تر څنګ د هغو ځانګړو ماشينونو او وسايلو پر استعمال ټينګار کړی، چې په هوايي ډګرونو او بندرونو کې د نغدو پيسو د قاچاق د مخنيوي په خاطر نصب شوي دي. تر دې وړاندې د حزب اسلامي مشر ګلبدين حکمتيار هم ویلي وو چې د بېنښانه الوتکو په وسيله د حامد کرزي له نړيوال هوايي ډګر نغدې پيسې او قيمتي توکي له هېواد څخه بهر لېږدول کيږي.
ویل کېږي چې په ارګ کې یوه ځانګړې کړۍ چې پکې لوړ پوړي چارواکي شامل دي، د دغو کړنو تر شا ده. دا کړۍ یوازې دا هم نه کوي، بلکې په واقعي مانا ټول حکومت د دې کړۍ په لاس کې دی. د مالیې ګوښه شوي وزیر عبدالهادي ارغندیوال هم ویلي چې په ارګ کې یوې ځانګړې کړۍ یې په چارو کې لاسوهنه کوله، په ګمرکونو کې یې د خپلو رییسانو مقررول غوښتل او له همدې کړۍ سره ټکر د دې سبب شو چې نوموړی له دندې ګوښه شي.
د اشرف غني په مشرۍ دا اداره په تدریجي ډول د حکومت له بڼې واوښته او اوس پکې چارې د یوه شخصي شرکت په شان پر مخ وړل کېږي. سره له دې چې دلته د اساسي قانون په ګډون ډېر نور قوانین شته، خو واقعیت دا دی چې دلته په ارګ کې د یوې کړۍ زور تر قانون زیات دی او هر څه چې دوی وغواړي هغه به کېږي. د اساسي قانون له مخې وزیران؛ ولسمشر او ولسي جرګې ته ځواب ویونکي دي، خو اوس باید وزیران په ارګ کې همدې کړۍ ته کېني، ریپوټ او حساب ورکړي او د دوی اوامر عملي کړي. همدا کړۍ ده چې ټول حکومت یې انحصار کړی دی او همدوی دي چې بهر ته د نغدو پیسو په لېږد او ډېرو نورو ناقانونه کړنو کې ښکېل دي. په دې حکومت کې چې هره ناقانونه کړه کېږي، غلا کېږي، لوټ کېږي، ګومارني کېږي او یا هم څوک عزل کېږي؛ سرچینه یې همدې کړۍ ته ور ګرځي چې د اشرف غني پر شاوخوا را ګرځېدلې ده.
په دې کړۍ کې محدود شمېر کسان دي او ټول یې له بهره راغلي دي چې د بل هېواد تابعیت هم لري. ښکاري چې دوی یوازې د همدې لپاره راغلي دي چې دلته چور، چپاول او غلا وکړي او بیا یې خپلو اصلي وطنونو ته یوسي. که دوی څوک په دولت کې ګوماري او یا یې ګوښه کوي، لامل یې یوازې همدا دی چې دوی ته د لا زیاتې غلا، چور او چپاول زمینه برابره شي. اوس چې بیا دا خبره کېږي چې ښايي ژر د سولې د خبرو په پایله کې یو نوی حکومت رامنځ ته شي، نو دوی فکر کوي چې وخت یې کم دی، ځکه یې غلا له حده زیاته کړې ده او را ټولې کړې پیسې په ځانګړو الوتکو کې بهر ته لېږدوي.
حیرانوونکې دا ده چې ټول خلک دا کړۍ پېژني او ورته ګوري چې دوی څه ډول چور او تالان روان کړی دی، خو هېڅوک ترې د پوښتنې نشته. زموږ عدلي او قضايي ارګانونه دوی ته تسلیم شوي، ولسي جرګه چېغي وهي، خو څوک یې غږ نه اوري، مشرانو جرګه په انتصابي سناتورانو او د ارګ په لاسوهنو بېمانا شوې ده او هېڅوک نشته چې د دې چور او تالان مخه ونیسي. له همدې چور او تالان ښکاري چې د دغو کړیو د واکمنۍ وروستۍ ورځې دي، خو ولس او ټول هغه اړخونه چې پر دې ولس دردیږي، باید د دې چور او تالان مخه ونیسي او پرې نه ږدي چې لا مو شتمنۍ لوټ او بهرنیو هېوادونو ته انتقال شي.