شاوخوا شل ورځې وړاندې په دوحه کې د سولې د بین الافغاني خبرو د بیا پیل رسمي خبر ورکړل شو، خو دا خبرې له همغه پیله سړې وې. دواړو اړخونو یوازې دوه- درې ځلې سره لیدلي دي، خو هېڅ جدي خبرې یې نه دي کړي او نه هم په دې خبرو کې د کوم پرمختګ خبر ورکړل شوی دی. پرون د حکومت د مذاکراتي ټېم غړي نادر نادري پر ټویټر ولیکل؛ نهه ورځې کېږي چې مقابل لوری رسمي مجلس او بحث ته نه دی حاضر شوی.
ولې په دوحه کې د سولې خبرو لا هم نشته او بین الافغاني خبرې په ټپه ولاړې دي؟
حکومت طالبان ملامتوي چې د سولې اراده نه لري، خو داسې ښکاريږي چې اصلي لامل په امریکا کې نوې اداره او د افغانستان او امریکا تر منځ د هوکړې بیا ارزونه ده. د امریکا نوی حکومت که څه هم ښکاري چې د سولې پروسه به تعقیبوي، خو اوس یې ویلي چې دا هوکړه بیا ارزوي. ویل کېږي چې دا ارزونه به کوم لوی بدلونونه ونه لري او یوازې وړې خبرې به وي چې هغه به د هوکړې د نقض سبب نه شي، خو دا چاره د سولې د روانو خبرو د ځنډ سبب شوې ده. معلومات دا دي چې دا ارزونه به درې اونۍ وخت اخلي او له هغه وروسته به امریکا د سولې پروسه بیا په جدي ډول مخ ته بیايي. د همدې لپاره یې د خلیلزاد ماموریت تایید کړی او د هوکړې له ارزونې وروسته به خلیلزاد بیا خپل ماموریت په جدي ډول پیل کړي.
دا سمه ده چې په دوحه کې دواړو اړخونو ته افغانان ناست دي او د دوی تر منځ خبرې کېږي، خو واقعیت دا دی چې دا خبرې له بهرني فشار او په ځانګړي ډول د امریکا له فشار پرته هېڅ پایله نه لري. که د امریکا فشار نه وي، د بین الافغاني خبرو دواړه اړخونه نه یوازې دا چې کوم پرمختګ او توافق نه کوي، بلکې ان یو له سره خبرو ته هم نه کېني. دا چې د میلادي کال تر پیل وړاندې بهرنیانو رخصتي کوله، نو مذاکراتي ټیمونو هم رخصتي وکړه، ځکه دوی پوهېدل چې د بهرنیانو له مداخلې پرته خبرې بې مانا دي. اوس چې امریکا هوکړه ارزوي او خلیلزاد د خپل ماموریت د دوام لپاره کومه واضح تګلاره نه ده تر لاسه کړې، نو ځکه په دوحه کې د سولې خبرې هم په ټپه ولاړې دي. اوس چې ټاکل شوې په دریو اونیو کې دا هوکړه بیا و ارزول شي، نو درې اونۍ به نور هم همدا سوړ حالت وي، خو کله چې د امریکا د نوې ادارې دریځ معلوم شي او خلیلزاد هم خپل ماموریت له نوي دریځ سره پیل کړي، نو بین الافغاني خبرې به بیا پیل شي، جدي به شي، په دواړو اړخونو به فشارونه راشي، له خپلو سختو دریځونو به په شاتګ او پر ځینو مسایلو به توافق وکړي.
موږ باید ومنو چې په دوحه کې بین الافغاني خبرې طبیعي او خپلمنځي نه دي، بلکې د امریکا په زور او فشار مخ ته ځي. دواړه اړخونه هم د دې پر ځای چې د افغانستان د ستونزې حل هره ورځ د لسګونو شهیدانو وینو، وژنو او ورانۍ ته پام وکړي او د مخنیوي لپاره یې صادقانه خبرې وکړي، دې ته ګوري چې امریکا څه کوي او څه ډول د امریکا د پالیسیو په سیوري کې خپلې ګټې ولټوي. پکار ده چې دواړه اړخونه د سولې لپاره واقعي هڅې وکړي.