امریکا کې د کرونا ویروس له امله د مړو شوو شمېر ۹۶۲۰ کسانو ته رسېدلی دی. د راپورونو له مخې په دغه هېواد کې د مثبتو پېښو شمېر هم ۳۳۶۸۵۱ ته رسېدلی. په ایټالیا کې بیا د مړو شمېر ۱۵۸۸۷ ته رسېدلی دی. په ټوله نړۍ کې د مړو شمېر ۶۹۵۲۲ ته رسېدلی او ۱۲۷۶۵۷۱ کسان په دې ویروس اخته دي. هسپانیا د اخته کسانو د شمېر له اړخه په نړۍ کې دویم ځای لري په دغه هېواد کې تر اوسه ۱۳۱۴۶۴ کسه په کرونا اخته شوي. ایټالیا د مثبتو پېښو له اړخه درېیم هېواد دی. په دغه هېواد کې ۱۲۸۹۴۸ کسان په کرونا اخته دي. جرمني کې ۱۰۰۱۲۳ کسه په کرونا اخته دي او په فرانسه کې دا شمېره ۹۲۸۹۳ ته رسېدلې ده. چین، ایران، برېتانیا او ترکیه بیا په ترتیب هغه هېوادونه دي چې مثبتې پېښې پکې ډېرې دي.