حکومتي ویندویان او چارواکي ټینګار کوي چې ولسمشر غني به خپله د واکمنۍ دوره پوره کوي او له هغه وروسته به د اساسي قانون پر اساس واک نوي ولسمشر ته سپاري. ارګ له هغه وروسته پر دې ټینګار کوي چې د طالبانو د مذاکراتي ټیم مرستیال عباس ستانکزي په مسکو کې وویل، چې اشرف غني د سولې خنډ دی، باید استعفا ورکړي، څو نوي اسلامي نظام ته لاره هواره شي. تر دې وړاندې هم ویل شوي وو چې د سولې لپاره باید غني واک پرېږدي او یو موقت، سرپرست یا انتقالي حکومت باید جوړ شي چې هغه وخت هم ارګ دا وړاندیزونه رد کړي وو.
اوس اساسي پوښتنه دا ده چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه او د ولسمشر د واکمنۍ د دورې په پوره کولو ټینګار؛ معقول دریځونه دي او له سولې سره مرسته کولی شي؟
دا چې ولسمشر غني به خپله پنځه کلنه واکمني پوره کوي او بیا به واک د اساسي قانون پر اساس نوي ټاکل شوي ولسمشر ته سپاري، د دې مانا دا ده چې یا خو دې د ولسمشر غني د واکمنۍ تر پایه سوله نه کېږي او یا دې هم طالبان د ولسمشر غني حکومت ومني، کابل ته دې راشي او بیا دې په ټاکنو کې برخه واخلي او له دې لارې دې خپلې موخې تعقیب کړي. که څوک طالبان پېژني، د افغانستان پر وضعیت خبر وي او د اشرف غني د حکومت زور او مشروعیت ورته معلوم وي، پوهېږي چې دا اصلاً ممکنه نه ده. دا شونې نه ده چې طالبان دې د اشرف غني واکمني ومني. دا هېڅ نه شي کېدلی چې اشرف غني دې ولسمشر وي او په افغانستان کې دې سوله هم راشي. له همدې امله د اشرف غني د واکمنۍ پر دوام ټینګار یوازې یوه مانا لري او هغه دا چې سوله دې نه کېږي. دا دریځ د سولې ضد دریځ دی او هر څوک چې دا خبرې کوي، موخه یې همدا ده چې سوله دې نه کېږي او جګړه دې وغځېږي.
هغوی چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي، دوه ډوله دي؛ یو دا چې د دې لپاره هېڅ بدیل نه لري او یوازې همدا وايي چې اشرف غني دي استعفا ورکړي. دا کسان هم د سولې لپاره کومه ښکاره تګلاره نه لري او په دې ډول افغانستان لا زیاتې ګډوډۍ ته ځي. دویمه ډله چې د اشرف غني د استعفا غوښتنه کوي، ورسره یوه طرحه او بدیل هم لري چې په دې غوښتنه کې معقولیت شته. د سولې لپاره باید د اشرف غني څوکۍ قرباني شي، خو ورسره باید ډاډ وي چې موږ سولې ته ځو. د دې ډاډ لپاره لومړی باید یوه واضح طرحه وي چې که اشرف غني واک پرېږدي، نو ځای به یې څوک او څه ډول نیسي. دویم دا چې د اشرف غني پر ګوښه کېدو او بدیل یې باید ټول کورني اړخونه توافق وکړي او بهرنی ملاتړ او تضمین پیدا کړي. له کورني توافق او بهرني ملاتړ او تضمین پرته د نورو ستونزو د جوړېدو وېره ده.
ښکېل اړخونه باید ومني چې د سولې لپاره قرباني حتمي ده. د ولسمشر غني په ګډون ځینې اړخونه باید قرباني ورکړي او له قربانۍ پرته سوله ناشونې ده، خو دا قرباني او انعطاف باید ټول د یوې منظمې طرحې په چوکاټ کې وي چې په کور دننه پر توافق او ملاتړ سربېره باید پیاوړی بهرنی ملاتړ او تضمین هم ولري.