ولسمشر غني ارگ ته د مالیې وزارت د صلاحیتونو د انتقال په اړه خپل فرمان لغو کړی دی. ولسمشرۍ ماڼۍ وایي، چې مالیې وزارت ته بېرته پخواني واکونه انتقال شوي او کولی شي له خپلو صلاحیتونو استفاده وکړي. په ورته وخت کې د مالیې وزارت نوي سرپرست عبدالهادي ارغندیوال، چې یوې خبري ناستې ته وینا کوله وویل، چې ولسمشر غني ارګ ته د مالیې وزارت صلاحیتونو د انتقال او په درې برخو د دې وزارت د تقسیم په اړه خپل فرمان بېرته اخستی دی. له دې مخکې د امریکا بهرنیو چارو وزارت ارګ ته د مالیې وزارت د صلاحیتونو پر انتقال اندېښنه ښودلې وه. د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د جنوبي اسيا په چارو کې مرستيالې الېس ويلز، په څو برخو د مالیې وزارت پر وېشلو او ارګ ته د هغو د صلاحیتونو پر انتقال نیوکه کړې وه. متحده ایالاتو ویلي و، دغه چاره د افغانستان د مالیې وزارت د تضعیف سبب کیږي او نړیوال باور ته یې زیان رسوي.