طالبان وايي کابل ته د بندیانو د خلاصون لپاره استول شوی پلاوی به په دې تړاو له حکومت سره نورې خبرې ونه کړي. د وسله والو طالبانو د قطر دفتر ویاند وایي چې افغان حکومت په یوه او بله پلمه د طالب زندانیانو د خوشي کولو بهیر ځنډوي. دده په وینا د شوې هوکړې له مخې باید حکومت د بندیانو د خوشي کولو لپاره اقدام وکړي، خو تر اوسه پر ژمنو عمل نه دی شوی. بلخوا بیا افغان حکومت وایي دوی د هغو پنځلسو بندیانو خوشي کول رد کړي چې په لویو بریدونو کې ښکېل دي، خو طالبان بیا د همدې کسانو د خوشي کولو غوښتنه کوي. شاهین وایي چې نور به ددوی پلاوی د زندانیانو د خلاصون په تړاو په جوړېدونکو بې پایلو غونډو کې ګډون نه کوي. پرون د افغانستان د سیمه ییزو ارګانونو د خپلواکې ادارې رییس او د افغان سولې لپاره د مرکچي پلاوي غړي عبدالمتین بیګ وویل، افغان حکومت په لومړي پړاو کې د هغو ۱۵ طالب بندیانو خوشي کولو ته چمتو نه دی چې په خونړیو بریدونو کې یې لاس لرلی وي. خو شاهین بیا وایي، دا ۱۵ کسان هم د هغو پنځه زره بندیانو په لېست کې دي چې له امریکا سره د دوی د خپلمنځي هوکړې له مخې باید خوشي شي.