د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ددې هېواد په درمل جوړونکو شرکتونو غږ کړی چې د بریتانیا د لومړي وزیر د روغتیا لپاره لاس په کار شي. ټرمپ ویلي چې روغتون ته د بریتانیا د لومړي وزیر بورس جانسون لېږد خطرناک دی او د متحده ایالاتو حکومت اوس مهال له طبي ډلې سره د مرستې په لارو چارو غور کوي. د بریتانیا لومړی وزیر وروسته له هغه چې روغتیايي وضیعت یې خراب شو د جدي روغتیايي څارنې برخې ته انتقال شوی دی. د جانسون دفتر وايي، په کرونا ویروس د بورېس جانسون د اخته کېدو راهيسې د نوموړي روغتیايي وضعیت د خرابېدو خواته روان دی.