د امریکا اېن بي سي تلوېزون وايي، د امریکا ولسمشر ډونلډ ټرمپ پر خپلو ملګرو فشار راوستی و څو د افغان جګړې د پای ته رسولو داسي نمایش جوړ کړي، چې ور سره دی د ټاکنیزې ژمنې پوره کول وښيي او د سولې نوبل جایزه ور کړل شي. وروستیو ورځو کې د افغان ولسمشر محمد اشرف غني او پخواني اجرایه مشر عبدالله عبدالله ترمنځ د ستونزو نه اوارېدو او له طالبانو سره د امریکا د سولې تړون له ځنډېدو، د پردې تر شا د واشنګټن د پټې نارضایتۍ نوي اړخونه ښکاره کېږي. د امریکا اېن بي سي چینل ویلي، ټرمپ د سولې نوبل جایزې د ګټلو په تمه دوه اونۍ وړاندې د بهرنیو چارو وزیر مایک پمپیو کابل ته ولېږه. دوو پخوانیو او اوسنیو چارواکو دې تلوېزون ته ویلي، ټرمپ پر خپلو همکارانو ځانګړی فشار اچولی و چې د افغان جګړې د ختمولو او سولې تړون سره ده ته له اوازو داسې ډک نمایش جوړ کړي چې دی ور سره د سولې نوبل جایزه وګټي. بلخوا یوه لوړپوړی امریکایي چارواکی وايي، د ولسمشر سلاکارانو ورته ویلي، چې افغان سوله ورو، لړزېدونکی او سخت بهیر دی او ولسمشر باید ځان له ماتېدونکي تړون سره مخ نه کړي.