د رسنیو د راپورونو له مخې ټاکل شوې چې راتلونکې چهارشنبه او پنجشنبه د ناټو د دفاع وزیران په افغانستان کې د خپل ماموریت د څرنګوالي په تړاو غونډه وکړي. دوی به په دې مهمه غونډه کې په افغانستان کې د خپل ماموریت د دوام او یا وتلو په اړه پرېکړه کوي. ناټو سازمان دمګړی په افغانستان کې شاوخوا لس زره سرتېري لري. ټاکل شوې چې د طالبانو او امریکا ترمنځ د هوکړې پر بنسټ دغه سرتېري د مې تر میاشتې له افغانستان ووځي خو ناټو به په دې غونډه کې په همدې تړاو پرېکړه کوي. تر دې وړاندې د ناټو عمومي منشي ویلي چې په افغانستان کې یې ماموریت په شرایطو پورې تړلی دی او له طالبانو یې غوښتي چې جګړه ختمه کړي او په دې توګه په افغانستان کې دایمي سولې ته لار هواره کړي.