ناټو له افغانستان خپل ملاتړ ته ادامه ورکوي. په افغانستان کې د ناټو ملکي استازي نیکولاس کې د بهرنیو چارو له سرپرست وزیر حنیف اتمر سره تلیفوني خبرې کړې دي. دواړو لورو په افغانستان کې پر روان سیاسي وضعیت، سولې او له کرونا سره پر مبارزې خبرې کړې دي. دوی همدا راز پر سیمه ییزو سیاسي مسایلو هم بحثونه کړي دي. د ناټو ملکي استازي ویلي دوی په افغانستان کې له تلپاتې سولې او ثبات ملاتړ کوي او ددې هڅه کوي چې دلته روانه جګړه ډېره ژر د خبرو له لارې حل شي. اتمر هم ویلي چې افغان حکومت د سولې لپاره هڅه کوي او د نړیوالو متحدینو ملاتړ په دې برخه کې مهم دی.