د حزب اسلامي مشر ګلبدین حکمتیار حکومت ته خبرداری ورکړی، چې ژر تر ژره دې له دوی سره شوې هوکړه عملي کړي. نوموړي په یوه غونډه کې د خبرو پر مهال وویل، که حکومت له دوی سره شوې هوکړې عملي نه کړي، نو ارګ به محاصره کړي او تر هغه به یې محاصره کړي، چې غوښتنې یې عملي شوې نه وي. د ده په وینا، په څو لنډو ورځو کې په کابل کې پراخ لاریونونه پيلوي او ارګ به محاصره کوي. نوموړی زیاتوي، که حکومت هوکړه عملي نه کړي، نو ارګ به تر هغه محاصره کړي چې پر ملت د مفسدینو واکمني ختمه شي. د بندیانو خوشې کول، په ملکي ادارو کې د حزب اسلامي د غړو جذبول، د کډوالو راستنول او ځیني نور هغه مسایل دي، چې ښاغلی حکمتیار وايي په هوکړه کې راغلي، خو حکومت نه دي عملي کړي.
حکومتي مشران له اسلامي حزب سره هوکړه او سوله خپله لویه لاسته راوړنه ګڼي، خو پر حکومت تل دا نیوکه ده چې له اسلامي حزب سره یې هوکړه نه ده عملي کړي. دا نیوکه له دوو اړخونو کېږي؛ یو دا چې حکومت هوکړه کړې ده، نو مکلف دی چې عملي یې کړي. دویم دا چې که حکومت له اسلامي حزب سره هوکړه نه عملي کوي، نو طالبان به هم پرې باور نه کوي او زړه به ښه نه کړي چې له حکومت سره هوکړه وکړي.
د اسلامي حزب او ملي یووالي حکومت ترمنځ له اوږدو خبرو وروسته د سولې هوکړه وشوه، چې پکې دواړه لوري پر ځینو چارو مکلف شوي وو. د دې مکلفیتونو یوه مهمه برخه دا وه، چې حکومت به د اسلامي حزب بندیان له زندانونو خوشې کوي. په لومړیو کې ځیني بندیان خوشې شول، خو وروسته د دغو بندیانو خوشې کول د نامعلومو دلایلو له مخې ودرول شول. که څه هم ښاغلي حکمتیار بیا بیا له حکومت وغوښتل چې بندیان یې ور پرېږدي، خو دا چاره عملي نه شوه. په دې ډول حکومت له اسلامي سره کړې ژمنه نقض کړه.
اوس چې حکمتیار د حکومت ضد لاریونونو او دا رګ د محاصرې خبره کوي، تر ډېر پر حقه دی؛ ځکه چې حکومت ورسره کړې ژمنه نه ده عملي کړي. له بده مرغه هغه وخت چې د حکومت او اسلامي حزب اړیکې سمې وې، ارګ؛ اسلامي حزب ته امتیازات ورکړل، خو چې کله اسلامي حزب په ټاکنو او د سولې په پروسه کې له اشرف غني لاره جلا کړه، نو ارګ نه یوازې پر اسلامي حزب ټول امتیازات قطع کړل، بلکې د ورسره شوې هوکړې عملي کول یې هم ودرول. په دې هوکړه کې تر ټولو مهمه چاره د بندیانو خوشې کول وو چې آن موده ورته ټاکل شوې وه، خو حکومت لا هم نه ده عملي کړې. حکومت قوانینو، تړونونو او هوکړه ته یوازې د چارواکي د شخصي ګټو له زاویې وګوري. له بده مرغه حکومتي چارواکي د خپلو سیاسي مخالفینو سره قانوني چلند نه کوي؛ که څوک د حکومتي تګلارو ملاتړ کوي، نو ارګ ورسره ښه کوي، خو که د ارګ د سیاستونو مخالفت کوي، نو بیا نه یوازې ښه چلند ورسره نه کوي، بلکې هغه حقوق هم نه ورکوي چې د افغانستان قوانینو ورکړي دي.
حکومتي مشرانو ته پکار عقدهيي چلند پرېږدي، قوانینو ته درناوی وکړي او حکومتي ځواک د خپلو شخصي ګټو لپاره ونه کاروي. له اسلامي حزب سره د هوکړې مکلفیت د حکومت دنده ده او باید عملي یې کړي.