د هرات په اسلامکلا کمرګ کې اورلګېدنې پراخ مالي زیانونه اړولي دي. سوداګر وايي چې سلګونه لارۍ او ټانکرونه سوځېدلي او سلګونه نور چور شوي دي. دوی وايي چې د لومړنیو شمېرو پر اساس په دې پېښه کې سوداګرو ته تر سلو میلونو ډالرو ډېر زیان اوښتی دی. د دې تر څنګ د ترانسپورتي شرکتونو او لارۍ چلوونکو کاربندیز دویمې اونۍ ته غځېدلی، چې ورسره د کابل – کندهار لویې لارې تر څنګ ځینې نورې لارې هم بندې شوې دي. دوی وايي، چې په لویو لارو کې ځورول کېږي، وهل کېږي، وژل کېږي او ناقانونه پیسې ترې اخیستل کېږي. له بله اړخه بیا دویمه اونۍ ده، چې صرافانو په ټول هېواد کې کاربندیز اعلان کړی او وايي چې د افغانستان بانک نوي مقررات یې د کار پر وړاندې خنډ جوړوي او دوی نه شي کولی چې کار ته دوام ورکړي.
د همدغو دریو بحرانونو له امله سوداګرۍ او خلکو ته سخت زیان اوښتی؛ ځکه چې له یوه اړخه لویې لارې بندې دي. له بله اړخه د پیسو په لېږد او را لېږد کې چې د سوداګرۍ مهمه اړتیا ده، ستونزه ده. د هرات د اسلامکلا بندر زیان خو په واضح ډول تر سلو میلیونو ډالرو اوښتی دی. د دغو دریو ستونزو له امله د توکو په بیو کې هم لوړوالی راغلی دی. د سوداګرۍ خونه وايي چې د توکو په بیه کې ۲۵ سلنه زیاتوالی راغلی دی. که د دغو روانو ستونزو مخه ونه نیول شي، نو نه یوازې به خلکو ته لا زیاتې ستونزې پیدا شي، بلکې بیې به لا پسې لوړ شي.
سره له دې چې دا بحرانونه لوی دي او د اکثریت افغانانو ژوند یې اغېزمن کړی دی، خو حکومت ورسره ډېر سوړ چلند کوي او د ستونزو د حل لپاره یې کوم اساسي ګام نه دی اخیستی. صرافان وايي چې له لسو ورځو اعتراض او کاربندیز وروسته نه یوازې ستونزه حل شوې نه ده، بلکې ان د افغانستان بانک چارواکي ورسره خبرو ته هم نه دي حاضر شوي. د صرافانو کاربندیز صرافانو ته مالي زیانونه اړولي او د سوداګرو او نورو هغو خلکو کار یې زیانمن کړی چې د خپلو معاملو لپاره صرافۍ کاروي. له بله اړخه د ترانسپورتي شرکتونو او لارۍ چلوونکو اعتراض هم دویمې اونۍ ته غځېدلی دی، خو دولت لا هم دوی نه دي قانع کړي چې نور به ترې د لویې لارې امنیتي ځواکونه ناقانونه پیسې نه اخلي او نه به ځورول کېږي. ان دولت تر اوسه له اعتراض کوونکو سره په لوړه کچه اغېزناکې خبرې هم نه دي پیل کړي. د اسلامکلا د ګمرک د اورلګېدنې په تړاو هم د حکومت دریځ سوړ و او د ولسمشر لومړي مرستیال خو په ډېرو غیرمسوولانه خبرو سره د سوداګرو په زخمونو مالګي وشیندلې. سوداګر؛ مسوولین او مفسد مامورین په دې اور کې پړه ګڼي او د تاوان غوښتنه کوي.
حکومتي چارواکي داسې دي چې یا خو پر دې هېڅ خبرېږي نه او یا هم د دغه ولس درد، غم او ستونزې ورته پردۍ ښکاريږي. له همدې امله د دغو درې واړو ستونزو پر وړاندې سوړ غبرګون ښيي او ځان مسوول نه ګڼي. د حکومتي چارواکو دا ډول چلند به د دې سبب شي چې خلک لا زیات له چارواکو کرکه وکړي او له دوی سره له هر ډول همکارۍ مخ واړوي.