وسله وال طالبان وایي دوی د هغو بندیانو خلاصون نه تاییدوي چې له پروسې سره سم نه وي خلاص شوي. وسله والو طالبانو تازه د افغان حکومت له لوري د سلو بندیانو پر خوشي کولو غبرګون ښودلی دی. افغان حکومت تېره ورځ د ولسمشر د یوه فرمان له مخې د طالبانو سل زندانیان خوشي کړي دي. خو تازه د طالبانو یو ویاند ذبیح الله مجاهد وايي چې دوی له امریکا سره هوکړه لري او په دې هوکړه کې د زندانیانو د خوشي کېدو لپاره ځانګړې پروسه په نظر کې نیول شوې ده. دده په خبره هغه زندانیان چې له پروسې سره سم نه خوشي کېږي دوی ته د منلو وړ نه دي. ده ویلي چې پلاوی یې له کابل وتلی دی او دمګړی له افغان حکومت سره د زندانیانو د خوشي کولو پر سر خبرې ختمې شوې دي. افغان حکومت بیا ویلي چې د سولې او زندانیانو خوشي کولو ته ژمن دي خو دا هر څه خپل مراحل لري او پر ډېرو مواردو باید په بین الافغاني خبرو کې بحثونه وشي.