سپینه ماڼۍ وايي چې ښايي کرونا په امریکا کې تر اګسټ میاشت پورې زرګونه کسان ووژني. سپينې ماڼۍ په تازه څرګندونو کې ویلي چې که خلک د ډاکټرانو او حکومت سپارښتنو ته پاملرنه و نه کړي نو ښایي کرونا تر اګسټ میاشتې پورې ۸۲ زره کسان ووژني. تر دې وړاندې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ ویلي وو چې ښايي د کرونا ویروس له امله د سلو او دوه سو زرو ترمنځ امریکایان مړه شي. نوموړي له خلکو غوښتي چې ددوی سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او د ځان د خوندیتوب لپاره جدي اقدامات ترسره کړي. امریکا کې کرونا ویروس تر بل هر ځای د چټکې پراختیا په حال کې دی او دمګړی په دغه هېواد کې تر ۴۳۴ زره ډېر کسان په کرونا ویروس اخته شوي دي.