پرون یو ځل بیا په کابل او لښکرګاه کې چسپکي ماینونو خلک ووژل. هره ورځ د کابل ښار په واټونو کې پر موټرو اور بل وي او لمبې یې د افغان مسلمان غوښې او هډونه سوځوي. هېڅوک د دغه اور مسوولیت نه اخلي، خلک همغسې سوځېږي، حکومت یوازې غندنې کوي او خلک ژاړي، درد تېروي، سوځېږي او پر پاتې شوو جسدونو او ایرو خاورې اړوي. د وحشت دا حالت بې ساری دی او افغانان نه پوهېږي چې چا او ولې دا وحشت پیل کړی دی.
ساده خبره ښايي دا وي چې د جګړې دواړه اړخونه طالبان او حکومت د دغو پېښو تر شا دي، ځکه حکومت طالبان او طالبان حکومت د دغو پېښو مسوول ګڼي، خو خبره تر دې ډېره پېچلې او ژوره ده. دا سمه ده چې دا وحشتونه د دې خاورې د څو جاهلو، وحشي صفته او نااهله اولادونو پر لاسونو کېږي، خو د دې لوبې پلانوونکي او اصلي قاتلین بیا افغانان نه دي. روانه جګړه نه د طالبانو او نه هم د حکومت په ګټه ده، خو د کابل په سړکونو د انسانانو پر غوښو په بل شوي اور په اسلام آباد، ډیلي، تهران او واشنګټن کې لاسونه ګرمېږي.
ټول پوهېږي چې د سولې پروسه په قصدي او شعوري ډول همداسې ډیزاین شوه، چې یوازې امریکايي اړخ خوندي کړي او افغانستان د افغانانو لپاره لا سور تنور کړي. اوس امریکایان خوندي دي، نه یوازې ځواکونه یې خوندي دي، بلکې ټول سیاسي، استخباراتي او ملکي مرکزونه او په دوی پورې اړوند کسان خوندي دي. هېڅ امریکايی نه دی وژل شوی او ان چا د امریکا پر سفارت د ګاڼي ګوزار هم نه دی کړی. په امریکايي لګښتونو کې لسګونه میلیارده ډالره کموالی راغلی او دا همغه څه دي چې امریکایانو غوښتل، خو پر افغان انسان اور بل دی. که چا پرون په کابل ښار کې په وینو لړلي ماشومان او پر خپله هغه مور ویر او چیغې لیدلې وي، چې په خپلو وینو کې پر ځمکه بې حاله پرته وه، نو پوهېږي چې افغان انسان د ځمکې پر مخ له سخت دوزخ سره مخ دی.
تر اوسه د سولې په برخه کې چې هر ډول اساسي خنډ دی، هغه امریکایانو جوړ کړی، خو په ظاهره یې داسې ښودلې، چې دوی په دې برخه کې مرسته کوي او نور لوري خنډونه جوړي. که دوی رښتیا هم غوښتي وای، څه ډول چې امریکايي ځواکونه خوندي شول، همداسې به افغانان هم خوندي شوی وای. اوس چې هم په کابل او ولایتونو کې څه ډول وحشت روان دی، دا د امریکا له خوښې او اجازې پرته ناشونی کار دی. که د دغو بریدونو تر شا هر څوک وي، که یې طالب کوي، که حکومت، که یې هند کوي، که ایران او که یې تهران کوي او که مسکو، هېڅ ممکنه نه ده چې د امریکا له خوښې پرته دې د وژنو او وحشت یوه داسې څپه راشي. موږ باید درک کړو چې د هرې لوبې تر شا د امریکا لاس دی او د کابل په سړکونو سوځېدونکي انسانان یوازې په هغه اور کې سوځي چې د امریکايي ګټو لپاره بل شوی دی.