امریکا په افغانستان کې د سېک مذهبي لږکیو پر امنیت اندېښنه څرګنده کړې ده. د جنوبي او مرکزي اسیا په چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیالې آلېس ویلز په تازه ټوېټ پیغامونو کې پر افغانانو غږ کړی چې د سېک او هندو لږکیو د امنیت لپاره همکاري وکړي. د نوموړې په خبره دوی د افغانستان د تاریخ او فرهنګ نه بېلېدونکې برخه ده نو دا د افغانانو مسوولیت دی چې ددوی امنیت تامین کړي. امریکا داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې پر سېکهـ لږکیو څه موده وړاندې په کابل کې خونړی برید وشو. ددغه برید مسوولیت داعش ډلې منلی و. له هغه وروسته په نړۍ کې د سېکانو بنسټ له کاناډا غوښتي چې ژر تر ژره دې افغان سېکانو ته د پناه ورکولو بهیر بشپړ کړي.