د رسنیو د راپورونو له مخې سره له دې چې افریقايي الاصله امریکایان په امریکا کې تر نورو کم دي خو بیا هم په کرونا تر ټولو ډېر اخته او ددغه ویروس تر ټولو ډېر قربانیان دوی دي. راپورونه وایي ان په هغه ښارونو کې چې تورپوستي کم اوسي خو بیا هم پر کرونا تر ډېره اخته کسان تورپوستي دي. رسنیو د میلواکي ښار بېلګه وړاندې کړې چې هلته تورپوستي کم اوسي خو بیا هم په کرونا د اخته کسانو له ډلې ۴۵ سلنه دوی دي او همدا راز په مړو شوو کې هم ۷۰ سلنه تورپوستي دي.