ګلف نیوز له افغانستان څخه د امریکایي ځواکونو وتلو په اړه (په افغانستان کې د یوې اوږدې جګړې پای څرنګوالي) تر عنوان لاندې اوږده راپور کې ویلي چې څو پورې د سولې خبرې مثبت پرمختګ ونه کړي امریکایي ځواکونه له افغانستان څخه نه وځي. راپور کې راغلي چې د دوحې هوکړه نه یوازې طالبانو نه ده عملي کړې بلکې افغان حکومت او امریکا هم ورته ژمنتیا نه ده ښودلې. راپور کاږي، طالبانو د تاوتریخوالي کمولو ژمنه کړې وه، افغان حکومت د سولې خبرو د جدي پیل او امریکا بیا پر طالب ډلې د نړیوالو بندیزونو کمولو ژمنې کړې وې چې هیڅ لوري خپلې ژمنې نه دي عملي کړې. راپور کې وړاندي راغلي، بایډن د ډيپلوماسي له لارې د افغان جګړې پر پای ته رسېدو ټینګار کړی دی خو که چېرته بیا هم طالبان تاوتریخوالي ته دوام ورکړي او همداسې له ژمنو په شا شي نو ښایي د لا ډېر فشار لپاره نور سرتېري هم افغانستان ته واستوي. د راپور وروستۍ برخه کې راغلي، تاوتریخوالی او جګړه د حل لاره نه ده نو ټول اړخونه باید نرمښت وښیي، د دې جګړې د پای ته رسېدو لپاره له رامنځته شوي فرصت څخه ګټه پورته او دا اوږده جګړه د خبرو له لارې پای ته ورسوي.