د عامې روغتیا وزیر فیروزالدین فیروز وایي، وزارت یې له کرونا ویروس سره د مبارزې لپاره له یو میلیون ډېرو محافظتي کېټونو او ۵۴ لېټره اېتانول (مکروب ضد) مایع ته اړتیا لري، چې له هېواده بهر ددغه توکو برابرول امکان نه لري. نوموړي نن په کابل کې په یوه خبري غونډه کې ویلي، عامې روغتیا وزارت هڅه کوي دغه طبي توکي په هېواد کې د ننه برابر کړي. فېروز وایي، که څه هم چې له سل زره جوړو ډېر محافظتي کېټونه یې وارد کړي، خو کافي نه دي. دی وایي عامې روغتیا وزارت هڅه کوي، د کورنیو تولید کوونکو په مرسته په کور د ننه یوه تولیدي فابریکه جوړه کړي. دی وایي چې تر راتلونکو دریو ورځو پورې به ددغه فابریکې د جوړولو کار پیل شي چې په یوه ورځ کې به د لس زره چپنو او ماسکونو جوړولو وړتیا ولري. د عامې روغتیا وزیر وایي، چې دغه توکي به د ډاکټرانو او هغه کسانو په واک کې ورکړل شي، چې پر کرونا ناروغۍ له اخته کسانو سره سروکار لري. فیروز الدین فېروز وایي، چې د اېتانول مایع د تولید کار به هم ژر پیل شي. دی وایي له دې مایع څخه د لاسونو او سطحو د پاکولو لپاره کار اخیستل کېږي. دغه هڅې داسې مهال کېږي چې په هېواد کې د کرونا د مثبتو پېښو شمېر ۴۸۴ ته رسېدلی دی. د عامې روغتیا وزارت د معلوماتو له مخې په هېواد کې د کرونا ۴۰ نورې مثبې پېښې هم ثبت شوې دي چې له دې ډلې یوازې ۹ یې په کندهار ولایت کې دي. په دې سره په هېواد کې د کرونا مثبتې پېښې ۴۸۴ ته رسېدلې دي. تر دې دمه په هېواد کې د کرونا له امله ۱۵کسه مړه شوي او ۳۲ نور بېرته ترې روغ شوي هم دي.