له یوه نیم کلن ځنډ وروسته د جنبش ګوند مشر عبدالرشید دوستم پرون کابل ته راغی. د نوموړي له راتګ سره سم په کابل ښار کې سخت امنیتي تدابیر نیول شوي وو، په سړکونو تلاشۍ روانې وې، خلک ځورول کېدل او د ډېرو خلکو ورځنی ژوند ګډوډ شوی و. عبدالرشید دوستم خپلو پلویانو ته په یوه غونډه کې د اوسني حکومت ملاتړ وکړ او د سولې د هیلې تر څنګ یې وویل چې که اجازه ورکړل شي، طالبان به مات کړي.
دوستم په ښکاره د دولتي عالي شورا د جوړېدو لپاره رابلل شوی، خو په وروستیو کې د حکومت او دوستم ترمنځ اړیکې نږدې شوې دي. که څه هم دوستم په حکومت کې له وړاندې وزیران او نور چارواکي لري، خو په وروستیو کې نور امتیازات هم ورکړل شوي. د دې ښکاره بېلګه د دوستم لور ده چې د انتصابي سناتورې په توګه ټاکل شوې ده.
حکومت له څه مودې راهیسې هڅه کوي چې د پخوا خلاف ځیني جنګسالاران او سیاسي شخصیتونه ځان ته را نږدې کړي، امتیازات ورکړي او د هغوی ملاتړ را خپل کړي. په دغو کسانو کې یو هم جنرال دوستم دی چې له ولسمشر غني سره یې اړیکې خرابې وې او آن دا اړیکې هغه وخت هم ډېرې سړې وې چې کله دوستم د اشرف غني لومړی مرستیال و. دوستم د افغانستان په شمال کې مهم مشر دی چې ډېر ولسي ملاتړ لري او ارګ فکر کوي چې د دوستم په ملاتړ سره به د حکومت ولسي رېښې پیاوړې شي.
دا بحث هم شته چې دوستم، محقق او ځیني نور سیاستوال د ځینو بهرنیو هېوادونو په مرسته او همکارۍ له اشرف غني سره نږدې شوې دي. د دوستم او ارګ اړیکې هغه وخت ګرمې شوې چې دوستم هند ته ولاړ او هلته یې له هندي چارواکو سره وکتل. هند د سولې په پروسه کې د اشرف غني یوازینۍ پیاوړی ملاتړی دی او په پرله پسې توګه هڅه کوي چې د اشرف غنی واکمني پیاوړې شي او د سولې هغه پروسه بریالۍ نه شي چې هند پکې خپل زیان ویني. د دې تر څنګ ایران هم په ورته دریځ کې دی او په دې برخه کې له ارګ سره مرسته کوي. اوس چې دوستم او ځیني سیاستوال له ارګ سره نږدې کېږي، یو اساسي لامل یې همدا ګڼل کېږي.
خو پر دوستم تکیه سمه ده؟
که څه هم په وروستیو څلوېښتو کلونو کې افغان سیاستوال بیا بیا بدل شوي او د باور وړ نه دي، خو په دې کې دوستم داسې سیاستوال دی چې تر بل هر هغه پرې کم باور کېدلی شي. د دوستم هغه لوبه چې نوموړی یې تر ټولو بې اعتباره کړ، له ډاکتر نجیب سره بې وفايي وه. د دوستم د اوسني ځواک بنسټ د ډاکتر نجیب مرستې او ملاتړ ته ورګرځي او ویلي شو چې سیاسي دوستم د ډاکتر نجیب د سیاستونو زېږنده دی، خو بیا همدې دوستم له نجیب سره دوکه وکړه او آن هغه یې پرې نښود چې د هوايي ډګر له لارې له هېواده بهر وتښتي. دا چاره بیا وروسته د ډاکتر نجیب پر مرګ تمامه شوه. اوس چې ارګ بیا په دوستم تکیه کوي، نو په واقعیت کې د نجیب تجربه تکراروي. څه ډول چې د مجاهدینو پر وړاندې د نجیب پښې ووهل شوې، دا وېره د اشرف غني په اړه هم شته.
پر دې اساس د دې پر ځای چې جنجالي سیاسي لوبې وشي، ښه ده چې د سولې لپاره رېښتینې هڅې وشي. په دې کې هم د ټولو سیاستوالو او هم د ولس خیر دی او ټول به پکې د عزت خاوندان شو.