د روغتیا نړیوال سازمان د تازه شمیرو له مخې ټوله اروپا کې د کرونا ویروس له امله د مړیو شمیر له شپیته زره کسانو او امریکا کې له پنځلس زره تنو اوښتی دی، د روغتیا نړیوال سازمان نن یو وار بیا ټولې نړۍ ته په خبرداري کې وویل چې، کرونا وبا تر دې دمه ځانګړي دارو نه لري او تر ټولو غوره،د ځان او کورنۍ ساتنې لاره داده چې خلک کورونو کې پاتې شي او خپل لاسونه په صابون ډیر ومینځي.