د نیویارک ټایمز د خبر له مخې د سعودي پاچا د شاهي کورنۍ نیږدې ۱۵۰ غړي د کرونا په وبا اخته شوي دي،نیویارک ټایمز د سعودي روغتیایي چارواکو له قوله ویلي چې لومړی د ریاض والي د اروپا له یو سفر بیرته راستنیدو سره په دغه ویروس ککړ شوی وو،چې اوس د کورنۍ ۱۵۰ غړي په دغه ناروغۍ اخته او قرنطین شوي دي،نیویارک ټایمز وايي په دغه کسانو کې د ځېنو روغتیایي حالت نازک دی.