کابل ښار کې پر تګ راتګ د محدودیت دویمه اونۍ ده. د نورو ورځو په پرتله په ښار کې ګڼه کمه شوې او ډیری سیمو کې واټونه د امنیتي ځواکونو له لوري تړل شوي دي. خو پر تګ راتګ د جدي محدودیت سره سره لا هم ځینو سیمو کې ښاریان ګرځي. دوی وايي ګرځبندیز یې د ژوند کړاونه زیات کړي او له مجبورې ورځې ښار ته را وځي. په هېواد کې د کرونا وبا له کبله د بازارونو تړل کېدا او پر تګ راتګ محدودیت د هېواد والو پر اقتصاد ناوړه اغېز کړی او له حکومت څخه د جدي پاملرې غوښتنه کوي. له کرونا سره د مبارزې لپاره د چارواکو له لوري د جدي تدابیرو نیول داسې مهال دي چې لا هم ګڼ افغانان له سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.