د طالبانو او امریکا ترمنځ له اتلسو میاشتو پټو او پېچلو خبرو وروسته دواړو لورو پوره یو کال وړاندې په دوحه کې هوکړه وکړه. د دې هوکړې له مخې، به طالبانو اجازه نه ورکوله چې د افغانستان خاوره د امریکا پر ضد وکارول شي او امریکا به خپل ځواکونه په څوارلسو میاشتو کې له افغانستان څخه وباسي. هوکړې نور جزیات هم درلودل، خو اساسي چاره پکې همدا وه.
اوس چې د هوکړې یو کال پوره شوی، نو په اړه یې قضاوت څه دی؟ هوکړه څومره عملي شوې؟ څومره یې سولې ته لاره برابره کړې؟ او بالاخره د دې هوکړې برخلیک څه دی؟
د امریکا او طالبانو هوکړه د دې سبب شوه، چې شاوخوا لس زره امریکايي ځواکونه له افغانستان څخه ووځي، خو لا هم امریکا او طالبان یو پر بل د هوکړې د نقض تورونه لګوي. امریکا وايي، طالبانو تاوتریخوالی نه دی کم کړی او له القاعدې سره یې اړیکې هم نه دي پرې کړي. طالبان بیا وايي چې امریکا د دوی بندیان نه دي خوشي کړي، مشران یې له تور لېسته نه دي ایستلي او وخت ناوخت یې بمبارۍ هم کړې دي. خو دواړه لوري داسې ښيي چې هوکړه بیا هم تر ډېره عملي شوې ده.
طالبان او امریکایان دواړه تمایل نه لري چې د دوحې هوکړه لغوه کړي. طالبانو او امریکایانو پر هغه څه یوازې لفظي غبرګون ښودلی چې له هوکړې سرغړونه بلل شوې. طالبان چې دا هوکړه یوه ستره لاسته راوړنه ګڼي او آن د خپلې وسلهوالې جګړې د پایلې سره یې پرتله کوي، نه غواړي چې دا هوکړه لغوه شي او ان له دې امله د امریکا پر ډېر سرغړونو هم سترګې پټوي. د امریکا نوي حکومت بیا د هوکړې ارزونه پیل کړې، خو دا ارزونه هم یوازې د هوکړې د عملي کېدو په اړه ده، نه دا چې هوکړه سمه ده او که ناسمه. پر دې اساس دواړه اړخونه هوکړه نه لغوه کوي، خو لا هم هڅه کوي پر یو بل فشار راوړي، څو امتیازات تر لاسه کړي.
دې هوکړې امریکایان خوندي کړل، له هوکړې وروسته په افغانستان کې هېڅ امریکايی نه دی وژل شوی. د امریکا مالي لګښتونه را کم شوي او زرګونو امریکایانو ته د وتلو خوندي لاره برابره شوې ده. طالبانو هم ګټې کړي، هوايي بریدونه پرې کم شوي، مرګ ژوبله یې کمه شوې او پراخې سیاسي اړیکې یې جوړې کړي دي. د دوحې هوکړې تر ګردو لویه ستونزه دا ده چې لا یې هم جګړه نه ده درولې. دا چې په دې کې ملامت طالبان دي، که حکومت او یا هم امریکایان، جلا بحث دی، خو له هوکړې د افغانانو تمه دا وه چې دوی به خوندي شي. دا کار ونه شو او لا هم معلومه نه ده چې څه وخت به کېږي.
که د دوحې هوکړې پوره عملي کېږي او که نیمه، خو بین الافغاني خبرې باید جدي شي او پایله ولري. د سولې روانه پروسه باید د افغانوژنې دا ماشین ودروي. همدا د هر افغان غوښتنه ده او ټول افغاني اړخونه هم باید په همدې چاره تمرکز وکړي. له دې پرته به ښايي مختلف لوري ګټې وکړي، خو ولس بیا هم بایلونکی دی.