په تېرو دریو اونیو کې څه دپاسه ۱۵ میلیونو امریکایانو د بې کارۍ د بیمې د امتیازونو اخیستلو فورمې ډکې کړي دي. د امریکا د کار او ټولنیزو چارو وزارت ویلي، چې په روانه اونۍ کې د تېرې اونې په څېر څه د پاسه شپږ میلیونه کسانو د بیکارۍ د بېمې د ترلاسه کولو غوښتنه کړې ده. د امریکا د حکومت په وړاندیز د دې هېواد پارلمان تېره میاشت د دوو تریلیون ډالرو مرستې تصویب کړې چې د امریکا اقتصاد د کرونا وبا د خپرېدو په وجه فلج نشي. په دغه بستې کې میلیونونو امریکایانو ته د بې کارۍ بیمې غزول او پراخول په پام کې نیول شوي چې د کرونا وبا په وجه یې دندې له لاسه ورکړي دي. دا په داسې حال کې ده چې امریکا کې تر ټولو زیاتې د کرونا وبا مثبتې پیښې ثبت شوي چې تر دې دمه د مثبتو پیښو شمیر ۴۳۲ زرو نه اوښتی او د مړینو شمیر ۱۴۸۰۸ تنو ته رسیدلی دی.