وروسته له هغه چې پاکستان د تورخم او سپین بولدک دروازې د څلورو ورځو لپاره د افغانانو پر مخ پرانستلې، په دې موده کې نږدې ۸۰ زره افغانان هیواد ته ستانه شول. پاکستان تیره میاشت د کرونا ویروس د مخنیوي په موخه له افغانستان سره ټولې رسمي لارې وتړلې چې له امله یې پاکستان ته تللي لسګونه زره افغان مسافرین ایسار پاتې شول. خو پاکستان د افغان حکومت په غوښتنه د تیرې دوشنبې په ورځ د تورخم او سپین بولدک لارې د څلورو ورځو لپاره پرانستلې، چې پرون ماښام دغه موده پای ته ورسیده. د کندهار ولایت په سپین بولدک ولسوالۍ کې د سرحدي ځواکونو کمېسار ډګروال محمد شریف غرزي وویل چې په تېرو څلورو ورځو کې ۳۸ زره ۷۵۱ تنه مسافر د سپين بولدک له لارې خپل هېواد ته راستانه شول. بلخوا د ننګرها ولايت مسوولین وایي چې تورخم ښارګوټې له لارې په تېرو څلورو ورځو کې شاوخوا څلويښت زره مسافرین د کوزې پښتونخوا او پاکستان څخه ننګرهار ته را ستانه شوي دي.