د افغانستان د سولې د مسایلو او سیاسي وضعیت څارونکي وایي چې خلیلزاد دا ځل د تېر په پرتله له سخت ماموریت سره مخ دی. د سیاسي چارو شنونکی او خبریال سمیع یوسفزی وایي خلیلزاد هڅه کوي چې طالبان یا اوربند ته راضي کړي او یا د سرتېرو د حضور دوام ورباندې ومني. یوسفزی وايي چې طالبان به دا دواړه انتخابه و نه مني، نو له همدې امله د خلیلزاد ماموریت خورا سخت دی. دده په خبره طالبان به یوازې د سولې هوکړې عملي کول غواړي او له امریکا سره به نوي څه و نه مني. دا څرګندونې داسې مهال کېږي چې خلیلزاد کابل ته راغلی و او دلته یې له بېلو سیاسي او حکومتي مشرانو سره وکتل. تر ډېره ددې لیدنو کتنو جزیات نه دي خپاره شوي.