له افغانستان سره د چمن – تورخم لویې لارې نن د سوداګرۍ او ټرانزیټ پر مخ پرانېستل شوې. د دواړو لورو د هوکړې له مخې ټاکل شوې دغه لارې په اونۍ کې د درې ورځو لپاره دوشنبه، چهارشنبه او جمعه د سوداګرۍ او ټرانزیټ د موټرو پر مخ خلاصوې. پر همدې مهال د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو وزارت هم ویلي چې د یادو لارو په بندېدو سره افغان سوداګرو ته زیاتې ستونزې پیدا شوي وې او د ځینو توکو بیې هم لوړې شوې وې چې په بېرته پرانیستلو سره به یې دغه ستونزه تر یوه بریده هواره شي. د سوداګرۍ وزارت همدرانګه وايي چې په پاکستان کې د افغان سوداګرو دبند پاتي کانټېنرو د را انتقال لپاره یې یو میکانیزم هم رامنځته کړی چې د اقتصاد عالي شورا له خوا هم تاييد شوی دی. یاد وزارت زیاتوي چې د همدې میکانیزم له مخې به د چمن – تورخم لارې په اونۍ کې د درې ورڅو لپاره د سوداګریزو اموالو د انتقال پر مخ خلاصي وي.