افغان حکومت راتلونکی کال د وژل شوو سرتېرو کورنیو ته هستوګنیزې نومرې ورکوي. د ارګ له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې اعلامیه کې راغلي چې حکومت په دې اړه ارزونه پيل کړې ده او ټاکل شوې چې د شاوخوا لس زره سرتېرو ورثې ته په کابل کې هستوګنیزې نومرې ووېشي. ولسمشر غني په همدې مناسبت په جوړه شوې غونډه کې لومړي مرستیال امرالله صالح، د کابل ښاروال داوود سلطانزوی او د کابل والي ته دنده سپارلي چې د دغه هستوګنیزو نومرو لپاره ځمکې تثبیت کړي او خپل راپور له ولسمشر سره شریک کړي. ولسمشر ویلي دی باید راتلونکی کال د لسو زرو سرتېر ورثې ته د هستوګنې لپاره نومرې ووېشي.