په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو د اتشې چارواکي وايي، کرونا وبا په دې ایالت کې په لومړي ځل ۲ افغان کډوال مړه کړي دي. دا لومړی ځل دی چې په خیبر پښتونخوا کې د افغان کډوالو چارواکو د کرونا ویروس له امله د افغان کډوالو د مړینې پخلی کړی. دا په داسې حال کې ده چې په دې وروستیو کې د خیبر پښتونخوا په ګډون په ټول پاکستان کې د کرونا ویروس په ډېره چټکۍ خپرېږي. پاکستان کې په کرونا وبا د اخته کسانو شمېر ۴۶۰۱ کسانو ته رسیږي او ۶۶ تنه یې مړه کړي دي.