روسيې په افغانستان کې په روان سیاسي وضیعت اندېښنه ښودلې. د روسيې د بهرنیو چارو وزارت ویاندې ماریا زخاروا ویلي، چې په افغانستان کې باید سیاسي بحران د خبرو له لارې پای ته ورسیږي. زخاروا وايي چې په افغانستان کې سیاسي بحران د جنګ د دوام سبب شوی، چې له همدې امله باید افغان سیاسي مشران خپل اختلافات پایته ورسوي او پر همه شموله حکومت دې توافق وکړي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت همدا راز د طالب بندیانو د خلاصون برخه کې د حکومت او طالبانو عدم توافق په اړه هم اندېښنه ښودلې ده. روسیه وايي، چې د بندیانو په اړه توافق ته د حکومت او طالبانو نه رسېدل د سولې بین الافغاني خبرې ځنډولي دي. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت داسې مهال په افغانستان کې د روان سیاسي بحران او د سولې خبرو پر وړاندې د موجوده موانعو په تړاو اندېښنه ښيي چې له یوې خوا افغانستان کې سیاسي اختلافات دوام لري او له بل لوري حکومت د طالبانو یو شمېر بندیان ازاد کړي خو طالبان وايي، چې دا بندیان د دوی او امریکا تر منځ د توافق په اساس نه دي ازاد شوي.