نن د مارچ اتمه د مېرمنو د یووالي له نړیوالې ورځې سره برابره ده. په نړۍ کې دا ورځ د ملګرو ملتونو د پرېکړې له مخې، هر کال نمانځل کېږي او پکې د ښځو پر وړاندې د تاوتریخوالي او نابرابریو غندنه کېږي. تر څنګ یې د دې ورځې یوه موخه هم دا ده، چې په ټولنو کې د مېرمنو حقوق خوندي شي او دوی په ټولو ټولنیزو برخو، په تېره د کار او دندو په برخه کې مصونیت ولري او له نارینه وو سره اوږه پر اوږه مدني او سیاسي فعالیتونه ولرلی شي.
افغانستان د یوه داسې هېواد په توګه چې اوږدو جګړو ځپلی، په تېرو شلو کلونو کې د ملګرو ملتونو او مرستندویه موسسو په مرسته د مېرمنو د حقونو په برخه کې لاس ته راوړنې لرلې، خو تر څنګ یې تر ډېره د دغو موسسو او بنسټونو مرستې شعاري دي. ان د حکومت ژمنې هم د مېرمنو د حقونو په برخه کې په ډېرو برخو کې شعاري دي او تر دوو یا دریو لویو ښارونو پورې محدودې دي.
همدا اوس افغان مېرمنې د هېواد په ډېریو لرو پرتو سیمو کې ان له خپلو لومړنیو حقونو بې برخې دي. د هېواد په ډېریو ولایتونو د مرکزونو تر څنګ په ولسوالیو او لرو پرتو کلیو او بانډو کې نجونې خپل لومړني حق ته چې زده کړې دي، لاسرسی نه لري. سره له دې چې په پلازمېنه کابل کې د ښځو چارو په نامه وزارت موجود دی، ملګري ملتونه د ښځو د وضعیت په ښه کولو کې مرسته کوي، امریکا د پروموټ او نورو پروژو په نامه د ښځو لپاره د میلیونونو ډالرو د لګولو خبره کوي، خو د دې د اغېز او پایلو په اړه تر اوسه کومه محسوسه بېلګه لرو؟ یوازې له څو محدودو مېرمنو پرته چې په همدې پروژو او دفترونو کې هسکې ټيټې کېږي، نور په کلیو او بانډو کې د مېرمنو په ژوند کې کوم تغیر راغلی دی؟
حکومت ځان د مېرمنو حقونو ته ژمن بولي. په حکومت کې د دوی د لا ډېر شمېر ځای پر ځای کولو خبره کوي. خو بیا هم خبره یوازې تر څو ښارونو محدوده ده. د کلیو او بانډو نجونې چې نن زدهکړه و نه کړي، نن ښوونځی ونه لري او نن له نړیوالو مرستو برخمنې نه شي، نو سبا دنده په کوم سند او کوم مسلک کې ورکول کېږي؟ له دې ټولو ښکاري چې د حکومت ژمنې تش په نامه او نمایشي دي. دوی هم مېرمنې په ډېرو برخو کې یوازې د نړیوالو د مرستو د جذب او جنډر د مراعاتولو لپاره ګوماري.
که حکومت په رښتینې توګه په هېواد کې د ښځو او نجونو د ژوند ښه والی غواړي، نو تر ټولو ښه لاره یې دا ده، چې د افغاني فرهنګ په چوکاټ کې د دوی د زدهکړو په لار کې شته خنډونه ختم کړي، د نمایشي پروژو پر ځای چې ګټه یې یوازې څو مېرمنو ته رسېږي، باید بنسټیز کارونه وشي، د دوی په نامه چې مرسته شوې پیسې چور کېږي، باید مخنیوی یې وشي. حکومت دې د افغان مېرمنو د ژوند لپاره په ټولنه کې شته بد فرهنګونه، دودونه او چاپېریال اصلاح کړي او د افغان حکومت په توګه دې افغان مېرمنې ته د عزت او پرمختګ ژوند جوړ کړي.