د روغتیا نړیوال سازمان خبرداری ورکړی چې که هېوادونه د ټولنیز واټن ساتلو برخه کې لګول شوی بندیز لرې کړي ښايي د کرونا وبا له یوې نوې وژونکې څپې سره مخامخ شي. بل لورته په نړۍ کې د کرونا وبا تایید شویو ناروغانو شمېر له یو میلیون او شپږ سوه زره زره کسانو اوښتی دی او د دغه ویروس له کبله د مړو شویو کسانو شمېر له سلو زرو اوښتی دی. د روغتیا نړیوال سازمان مشر ټېډروی ادهانوم ټینګار کړی چې هېوادونه باید د لګول شویو بندیزونو د کمولو لپاره ستراتیژيانې ولري چې په تدریجي او خوندي ډول عملي شي. نوموړي خبرداری ورکړ چې که لګول شوي محدودیتونه په بېړه لرې شي نو ښايي د کرونا وبا وژونکې څپه را وګرځي.