په پاکستان کې د ټولنیزو رسنیو کاروونکي وایي چې عمران خان د اسلام په اړه معلومات نه لري. په پاکستان کې لومړي وزیر عمران خان په دې وروستیو کې د برات په اړه ټوېټ پیغامونه خپاره کړي وو، خو دغه پیغامونه یې تر یاد مناسبت څو ورځې وروسته خپاره کړي او له خلکو یې غوښتي چې په دې شپه دعاګانې وکړي. اوس په پاکستاني رسنیو په تېره په ټولنیزو رسنیو کې د عمران خان د کمو اسلامي معلوماتو په اړه پیغامونه خپرېږي. دوی عمران خان له اسلام ناخبره او بې معلوماتو سړی بولي. په ټولنیزو رسنیو کې عمران خان ته دا سپارښتنه هم کېږي چې لا هم وختي دی ښه به وي چې د خپل دین په اړه معلومات ډېر کړي.