د امریکا ولسمشر تازه امر کړی چې له ایټالیا سره دې د کرونا ضد مبارزه کې مرسته وشي. د رسنیو د راپورونو له مخې د امریکا ولسمشر ډونالډ ټرمپ له خپل حکومت غوښتي چې له ایټالیا سره دې د هر ډول مرستې لپاره مټې ونغاړي او له دغه هېواد سره دې د کرونا ضد مبارزه کې پوره همکاري وکړي. ټرمپ داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې امريکا پخپله د کرونا ویروس له امله له یوه کړکېچن وضعیت سره مخ ده. تر دې دمه په دغه هېواد کې ۵۰۲۸۷۶ کسان په کرونا اخته شوي او ۱۸۷۴۷ یې مړه کړي دي. په ایټالیا کې د اخته کسانو شمېر ۱۴۷۵۷۷ ته رسېدلی او له دې ډلې ۱۸۸۴۹ کسه مړه شوي دي. هسپانیا د اخته کسانو له اړخه تر امریکا وروسته دویم هېواد دی په دغه هېواد کې تر اوسه ۱۵۸۲۷۳ کسان په کرونا اخته شوي دي. په ټوله نړۍ کې د اخته کسانو شمېر ۱۶۹۹۶۳۲ کسانو ته رسېدلی او د مړو شمېر بیا ۱۰۲۷۳۴ دی.