ټولنه د ژوندیو موجوداتو هغه ټولګه ده چې له بېلابېلو قومونو او توکمونو څخه جوړه ده او هر شخص پکې خپل دودونه او ملګري په بېل ډول پالي.
په ټولنه کې داسې انسانان شته چې ډېر بااستعداده او د ملګرتیا وړ وي، خو ځينې داسې عادتونه لري چې په کور، له ملګرو او آن رسمي ځایونو کې یې هېر شي چې مخاطب یې څوک دی.
دا ډېره اړینه ده چې انسان په کور دننه او له کوره بهر په ورځنیو چارو کې ډېر ځیرک واوسي، ځکه چې له کور بهر ټولنیز نزاکتونه او عادتونه له کورنیو عادتونو سره توپیر لري.
هغه کړنې او عادتونه چې په کور دننه شوني دي، له کوره بهر له ملګرو او نورو عامو خلکو سره باید تر سره نه شي او یا یې هم وخت، ځای او مخاطب وپېژندل شي.
ټولنیز نزاکتونه او اداب چې په ټوله انساني ټولنه کې د یو اصل په توګه مطرح کېږي، دا هغه څه دي چې شاید په ځینو ټولنو کې په مذهبي او جنسیتي لحاظ ډېر کم توپیر وکړي؛ خو په ټوله کې ټولو انساني ټولنو منلي دي.
افغانستان چې یو له جګړه ځپلو هېوادونو څخه دی، که څه هم د نړۍ په کچه یو اصیل فرهنګ، مېلمه پالنه او دودونه لري، خو لا هم ځینې خلک یې د غربت، بې وزلۍ او بې سوادۍ له امله د ټولنیزو نزاکتونو په نه مراعاتولو سره ډېر خلک له ستونزو سره مخ کړي دي.
حبیب وقار د «ژوند او نزاکتونه» په نوم په همدې موخه چې موږ وشو کولای ټولنیز نزاکتونه مراعات کړو، دا کتاب لیکلی او تازه د چاپ په ګاڼه سمبال شوی هم دی.
هغه وايي، دا چې سیاست، اقتصاد او ستونزو د انسان پر روان اغېز کړی، هغه ده چې تر ډېره یې د انسان ژوند له ستونزو هم سره مخ کړی. هغه زیاتوي چې ټولنیز نراکتونه هم له رواني اړخه د انساني ژوند د ګډوډیو او سختیو لوی لامل دي؛ نو له همدې امله د ټولنیزو نزاکتونو او ادابو نه مراعاتول د یوې ټولنې پر فکري نابالغۍ دلالت کوي.
د کتاب لیکوال وايي، د دې کتاب له لیکلو یې موخه دا ده چې زموږ په ټولنه کې د ټولنیزو نزاکتونو په برخه کې که څه هم لږ او ډېر کار شوی، خو بسنه نه کوي، نو ځکه مې د کتاب لیکلو ته مټې رابډ وهلې.
هغه له خلکو غواړي چې له ټولنې سره داسې چلند وکړي، څنګه چې د انساني او یوې متمدنې ټولنې غوښتنه وي.
باورونه دا دي چې په ټولنه کې د ټولنیزو نزاکتونو او ادابو مراعاتول، نه یوازې د انسان د تهذیب څرګندونه کوي، بلکې له ستونزو او لفظي شخړو د ژغورنې یوازینۍ لاره هم ده.
که غواړی چې په ژوند او ټولنیز نزاکتونو پوه شی او وشی کولای چې د یو ښه انسان په توګه په دې ټولنه کې ژوند وکړی، دا کتاب ولولئ.
مینه وال کولای شي یاد کتاب پر اکسوس سربېره، د ښار له نورو لویو کتابپلورنځیو هم په مناسب قېمت تر لاسه کړي.