نن سهار د چین د هیلونگجیانگ ولایت له مرکز هاربین څخه د طبي متخصصینو لس کسیزه ډله له کووېډ۱۹ ناروغۍ سره د مبارزې په موخه روسیې ته روانه شوې ده. دغه کسان د انتاني، تنفسي او کووېډ ۱۹ ناروغۍ د کنټرول او مخنیوي په برخه کې کافي تجربه لري، چې له دې تجربې څخه به په روسیه کې د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره کار واخلي. یادې ډلې د چین لخوا اهدا شوي ضروري طبي توکي لکه د جراحۍ ماسکونه، د داکټرانو مساکونه، (اېن ۹۵ مساکونه) او محافظتي جامې هم روسیې ته له ځان سره وړي دي. د طبي متخصصینو دغه ډله به روسیې ته له رسېدو سره سم خپلې تجربې له روسي ډاکټرانو سره شریکې کړي او د کرونا ناروغۍ د مخنیوي لپاره به لاس په کار شي.