“بېل گېټس” په یوه تلوزیوني مرکه کې د کرونا په اړه ډېرو په زړه پورې پوښتنو ته ځوابونه ورکړي دي. د راپورونو له مخې د مایکروسافټ شرکت بنسټ اېښودونکی بیل گیټس چې په دې ورځو کې یې د کووېډ ۱۹ ناروغۍ د مخنیوي لپاره ډېرې مرستې هم اعلان کړې دي له «سي. اېن. بي. سي» تلوزیوني شبکې سره په یوه مرکه کې د کرونا ناروغۍ په اړه ځینې وړاندوېنې کړې دي او ځینو پوښتنو ته یې جالب ځوابونه ورکړي دي.
د مایکروسافټ کمپنۍ مشر بېل ګېټس وایي که د امریکا حکومت بریالی شي چې په روانه اپرېل میاشت کې کرونا ویروس کنټرول کړي نو ددې احتمال شته چې راتلونکی دوبی یا منی ښوونځي، پوهنتونونه او فابریکې بېرته فعالیت پيل کړي. هغه همدا راز وویل چې ښایي د کرونا ضد واکیسن د ۲۰۲۱ کال په ډسمبر کې جوړ شي. ده زیاته کړې چې خلک باید ټولنیزه فاصله رعایت کړي، سپارښتنو ته پاملرنه وکړي او په دې توګه کولی شي کرونا ویروس کنټرول شي.
بېل گېټس له ځان سره ښه خبرونه هم لري. دی وایي چې د کرونا ویروس له کنټرول وروسته کېدای شي نړۍ کووېډ ۱۹ ته له ورته کوم بل ویروس سره مخ نه شي. ځکه نړۍ اوس له دې ویروس څخه ډېر څه زده کړل او کافي تجربه یې تر لاسه کړه. او بل دا چې هغه درمل او واکسین چې اوس د کووېډ۱۹ د درملنې او مخنیوي لپاره د جوړېدو په حال کې دي، کېدای شي دې ته ورته نورو ناروغیو مخه هم ونیولای شي.
کېټس وایي، د ۱۸ میاشتو په اوږدو کې به هغه وخت د کووېډ ۱۹ لپاره د واکسین جوړولو امکان ولیدل شي، چې ددې کار لپاره بېړه وشي او درمل جوړونکي شرکتونه ژر په دې کار لاس پورې کړي. دی وایي که شرکتونه دغه کار وکړي، نو بیا زه ویلای شم چې په ۱۸ میاشتو کې موږ ددې ناروغۍ لپاره واکسین جوړلای شو. په داسې حال کې چې اوس د سلو په شاوخوا کې بېلابېلو واکسین جوړولو باندې کار روان دی. نوموړی وایي کېدای شي ځینې یې ددې ناروغۍ لپاره ګټور وي.
بېل گېټس وایي، د «بېل او ملینډا ګېټس» بنسټ سره له دې چې د کووېډ ۱۹ لپاره باید د واکسین جوړولو کار چټک شي مالي مرسته کوي، تر څنګ یې هڅه کوي ځینې هغه درمل هم وپېژني چې پر کرونا ناروغۍ د اخته کسانو لپار ګټور ثابتېږي. نو په دې سره ویل کېدای شي چې په نیږدې راتلونکې کې د کرونا ناروغانو لپاهر د څو ډوله درملو ورکولو سپارښتنه هم وشي، چې دغه څه به تر یوې کچې له دې ناروغۍ څخه د خلکو د مړینې کچه را ټیټه کړي.
د کرونا ناروغي د ۲۰۱۹ کال د ډسمبر میاشتې په وروستیو کې خپره شوه چې ډېر ژر یې د نړۍ نیږدې ټولو هېوادونو ته سرایت وکړ. د تازه شمېرو له مخې اوس مهال په ټوله نړۍ کې پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ یو میلیون ۶۹۹ زره او ۶۳۱ کسان اخته شوي دي. دغه راز له دې ناروغۍ څخه تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې ۱۰۲ زره او ۷۳۴ تنه نور مړه شوي دي. یوازې په امریکا کې بیا ۵۰۲ زره او ۷۸۶ کسان پر کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته دي، چې له دې ډلې ۱۸ زره او ۷۴۷ نور یې بیا مړه کړي دي.