که طالبان تاوتریخوالی و نه دروي، نو بهرني سرتېري د افغان ځواکونو ملاتړ ته ورځي. په افغانستان کې د ناټو او امریکايي ځواکونو ویاند له رویټرز سره په خبرو کې پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي او پر افغان ځواکونو له بریدونو لاس واخلي. هغه ویلي که طالبان پر افغان ځواکونو بریدونه کوي نو له افغان حکومت سره د تړون له مخې ناټو ځواکونه اړ دي چې د افغان سرتېرو ملاتړ ته ورشي او هوایي بریدونه وکړي. ویاند پر طالبانو غږ کړی چې له تاوتریخوالي لاس واخلي او پر افغان ځواکونو بریدونه ودروي. د تېرې جمعې په ورځ هم د ناټو او امریکايي ځواکونو عمومي قومندان جنرال سکاټ مېلر دوحې ته تللی و او هلته یې له طالبانو سره د سولې هوکړې پر عملي کېدو خبرې کړې وې. طالبانو شکایت کړی و چې امریکايي لوری پر دوی هوایي بریدونه کوي او د سولې هوکړه نقضوي.