افغانستان کې د بحران ختمولو یوازینۍ لار د طالبانو او افغان حکومت د سولې هوکړې رامنځ ته کول او سیاسی حل دی. په ناټو کې د امریکا استازې کې بیلي هاتسون د دېرشو هېوادونو د بهرنیو چارو له وزیرانو سره پر افغان سوله خبرې کړې دي. نوموړې ویلي چې افغان حکومت او افغانان د ناټو او امریکا له ملاتړ برخمن دي او هېڅ وخت به یوازې پرې نه ښودل شي. هغې ټینګار کړی چې افغانستان ته یوازې د سیاسي حل له لارې ثبات راتللی شي او په دغه هېواد کې شته بحران د طالبانو او افغان حکومت ترمنځ د سیاسي خبرو او سولې هوکړې له لارې د حل وړ دی. هاتسون ټینګار کړی چې امریکا او ناټو په افغانستان کې د پیاوړي حکومت غوښتونکي دي او په دې برخه کې به خپلو همکاریو ته ادامه ورکوي. نوموړې پر افغان حکومت او طالبانو دا غږ هم کړی چې له فرصت ګټه پورته کړي او د سولې لپاره کار پیل کړي.