په قطر کې طالبانو د امریکايي ځواکونو جنرال سکاټ مېلر ته د سولې له هوکړې د سرغړونو یو اوږد لېست مخ ته واچوه. د هوکړې له مخې باید پنځه زره بندیان د مارچ تر لسمې خوشې شوي وی، خو د اپرېل تر نهمې هم دا کار نه دی شوی. په ګڼو سیمو کې هوايي بریدونه او شپني عملیات شوي او آن دا عملیات په هغو سیمو کې هم شوي چې هلته جګړه نشته. سکاټ مېلر چې په قطر کې له طالبانو سره ناست و، په کابل کې چارواکو ادعا وکړه چې د وردګو لپاره د طالبانو والي یې په یو هوايي برید کې وژلی دی. مېلر بیا طالبانو ته د دوی د سرغړونو یادونې وکړې، خو طالبانو هغه له هوکړې سرغړونې نه ګڼلې.
طالبان له امریکا سره د سولې هوکړې ته ستره لاسته راوړنه، لویه فتحه او آن د امریکا او ناټو د ماتې تړون وايي؛ نو ځکه یې ماتولو ته تمایل نه لري. که څه هم هوکړه تر اوسه یوازې په کاغذونو کې پاتې ده، خو طالبان تمه لري چې عملي شي. د هوکړې نه عملي کېدو ته د طالبانو غبرګون د ګیلې په حد کې و، کله به نیوکې ته لاړ، څو ورځې وړاندې یې د ګواښ خبره هم وکړه، خو بیا هم ګواښ د هوکړې د ماتولو نه و، بلکې د ناوړه پایلو و. د هوکړې له لاسلیک وروسته طالبان په سخت حالت کې دي. هوکړه شوې، خو عملي کېږي نه، بندیان نه دي خوشې شوي، په ځینو سیمو کې هوايي بریدونه او شپني عملیات زیاتیږي، له دې سره د طالب نظامیانو غوسه او نارضایتي زیاتیږي. طالبان د هوکړې د نقض لویه هڅه نه کوي، ځکه وېریږي، چې هوکړه به له منځه لاړه شي. اوس یا باید دوی همداسې حوصله وکړي، د امریکا له اړخه د سولې هر نقض همداسې وزغمي، چې د طالبانو په لیکو کې د ستونزې لامل هم کېږي او یا دوی هم هوکړه نقض کړي، پر امریکايي اهدافو بریدونه وکړي، چې دا خپله د هوکړې ماتولو ته لاره هواروي. په دې ډول طالبان د پاڼ او پړانګ ترمنځ دي.
طالبان هڅه کوي د سیاسي خبرو او ډیپلوماتیکو هلو ځلو له لارې دا ستونزه هواره کړي، خو داسې نه ښکاري چې امریکا دې د کوم ناسم پوهاوي پر اساس دا ډول حالت رامنځ ته کړی وي، بلکې دا د امریکا منظم او پلان شوی کار ښکاریږي او په دې سره غواړي طالبان کمزوري کړي او هغه څه پیکه کړي چې طالبان یې ستره لاسته راوړنه او یا فتحه ګڼي.
نو څه به کېږي؟
د اوسني حالت د دوام زغم به طالبانو ته سخت وي، که دوام ورکوي، امریکايي پلان بریالی کېږي، طالبان له پښو غورځي، تجزیه کېږي او ټولې لاسته راوړنې یې له منځه ځي او که پخواني جګړه ییز حالت ته ور ګرځي، نو د سولې هوکړه له منځه ځي. طالبان به هڅه وکړي چې یو درېیم حل پیدا کړي، خو که هوکړه عملي نه شي، دوی به د خپلې خرابۍ پر ځای د سولې د هوکړې ماتولو ته لومړیتوب ورکړي.
له همدې امله بیا د جګړې د پیل وېره او اندېښنه ده. دا بیا هغه څه دي چې تر ګردو ستر زیان یې د افغانستان ولس ته اوړي. له همدې امله اوس یو پراخ ولسي فشار ته اړتیا ده چې د سولې هوکړه عملي شي، زندانیان خوشي شي، بین الافغاني خبرې پیل شي، جګړه ودریږي او بالاخره ټول اړخونه پر یو داسې نظام توافق وکړي چې په افغانستان کې د تلپاتې سولې او ثبات لامل شي. له دې پرته د سولې هوکړه ماتیږي او د جګړې او افغان وژنې پلویان بریالي کېږي.