کورنیو چارو وزارت وایي په تېر یوه کال کې یې زر کسه پولیس د ناوړه چلند او له وظیفوي صلاحیتونو د ناوړه ګټه اخیستنې په تور نیولي دي. د کورنیو چارو سرپرست وزیر مسعود اندرابي وایي په دې زرو کسانو کې لوړ رتبه پولیس افسران هم شته دي. هغه ویلي کورنیو چارو وزارت اصلاحاتو ته ژمن دی او هڅه کوي د پولیسو لیکې له مفسدو او هغو کسانو پاکې کړي چې قوانینو ته درناوی نه لري او یا له خپلو صلاحیتونو ناوړه ګټه اخلي. مسعود اندرابي داسې مهال دغه څرګندونې کوي چې خلک وخت ناوخت په ټولنیزو رسنیو کې د پولیسو له ناوړه چلند شکایت کوي. کورنیو چارو وزارت وایي دوی د قانون پلي کولو ته ژمن دي او د هر سرتېري په اړه شوی شکایت به څېړل کېږي.