عامې روغتیا وزارت په تېرو ۲۴ ساعتونو کې په کرونا وبا د ۵۲ نورو مثبتو پېښو ثبتېدو خبر ورکړ. د روغتیا وزارت ویاند وحیدالله مایار وايي، چې د یادو پېښو څخه ۲۸ یې یوازې کابل، ۸ کندهار، ۷هرات، ۴ بلخ ۲بامیان او یوه ـ یوه هم په ننګرهار هلمند او پکتیا ولایتون کې ثبت شوې ده. مایار وايي، چې په دې سره په افغانستان کې د کرونا وبا د مثبتو پېښو شمېر ۶۰۷ ته ورسېد چې تر تر ټولو زیاتې يې په هرات، کابل او کندهار ولایتونو کې ثبت شوي دي. نوموړي وویل چې تر دا مهاله په هېواد کې د کرونا وبا له امله ۱۹ تنه مړه شوي او ۳۸ نور له دغه ناروغۍ څخه بېرته روغ شوي دي. روغتیا وزارت له خلکو څخه غوښتي چې له کرونا وبا څخه د خوندي پاتې کېدو په خاطر په خپلو کورونو کې پاتي شي او په دې اړه د دوی وقایوي لارښووني عملي کړي.