د سعودي عربستان پاچا ملک سلمان په دغه هېواد کې د کرونا ویروس د مخنيوي په موخه د ګرځبنديز موده اوږده کړه. د سعودي رسنۍ وايي، په دغه هېواد کې د ګرځبنديز مودې له پای ته رسېدو سره سم د پاچا ملک سلمان په غوښتنه د ګرځبندیز موده نوره هم غځول شوې ده. تېره اوونۍ د سعودي عربستان په پلازمېنه ریاض او څو نورو لویو ښارونو کې ګرځبندیز ولګول شو. د يادونې وړ ده چې په سعودي کې د شاهي کورنۍ تر ۱۵۰ غړي هم پر کرونا ناروغۍ اخته شوي دي.