ولسمشر غني وايي چې حکومت د کووېډ۱۹ ناروغۍ د ګواښونو پر وړاندې د مبارزې او په هېواد کې د روان حالت د کنټرول وړتیا لري. ولسمشر غني ويلي، هېواد له اقتصادي او روغتیايي کړکېچ څخه د وتلو لپاره یوه واحد لیدلوري ته اړتیا لري. د نوموړي په خبره روان وضعیت، سرعت ته اړتیا لري، څو له یوې خوا د کرونا ویروس د خپرېدو مخنیوی وشي او له بلې خوا کارونه په خپل ټاکلي وخت او په سمه توګه مدیریت او تر سره شي. په هېواد کې تر اوسه ۶۰۷ تنه په کووېډ ۱۹ ناروغۍ اخته شوي دي او ۱۹ تنه ترې مړه شوي.