د سپوږمۍ څار په نننۍ خپرونه کې مو د افغان سولې په اړه په ترکیه کې د جوړېدونکې غونډې په اړه له خپلو مېلمنو سره خبرې کړې دي. د خپرونې مېلمانه مو دي؛ په اروپا کې مېشت لیکوال او د سیاسي چارو شنونکی حکمت الله حکمت او د چارو کارپوه محمد خان امېد. د خپرونې کوربه اسد وحیدي دی. بشپړه خپرونه دلته اورېدلای شئ.