د فرانسې لوماند ورځپاڼې خبر ورکړی چې اروپا او امریکا کې د کرونا وبا له مرګونې څپې سره هممهاله په بیساري توګه د تابوت جوړولو او تابوت پلور بازارونه ګرم شوي دي، لوماند ورځپاڼه وایي د فرانسې د تابوت جوړولو (OGF) فابریکې په دې وروستیو کې خپل فعالیت شپه او ورځ کړی او ۲۴ ساعتونو کې تر څلورنیم سوه زیات تابوتونه تولیدوي چې هره ورځ ټول پلورل کیږي. د یادونې وړ ده چې کرونا وبا له امله تر دې دمه په اروپا کې تر ۷۵ زره زیات او امریکا کې تر ۲۱ زره زیات کسان مړه شوي او ټوله نړۍ کې د مړیو شمیر تر ۱۱۳ زره کسانو اوښتی دی.